کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل- لوګر سړک په اوږدو کې له بني حصار سیمې تر ستانکزي څلورلارې او بګرامیو پورې د سړک، له بني حصار سیمې څخه تر بګرامیو پورې د دویم نښلوونکي سړک، له بت خاک څلورلارې څخه د حلقوي سړک تر سیمې پورې د سړک، د احمد شاه بابا مېنې د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶م بلاک ترمنځ د سړک، له محبس څلورلارې څخه تر سلیم کاروان سړک پورې د نوي سړک، د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه تر امنیت ښارګوټي پورې د سړک، د قلعه شانان د سړک او پله، له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې پورې د سړک، د بادام باغ سړک او د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې و ارزولې او د یادو پروژو د کار د چټکتیا په اړه یې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال د معیاري کیفیت په پام کې نیولو سره د یادو پروژو کاري پرمختګ لومړیتوب وباله او ژمنه یې وکړه چې، له هرې ممکنې لارې څخه به هڅه وکړي تر څو د تر کار لاندې پروژو چارې په ښه کیفیت او په ټاکلي وخت بشپړې او ورسره جوخت به د ښاریانو پر وړاندې د ګڼه ګوڼې له امله رامنځته شویو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي. نوموړي د کابل ښاروالۍ فني او تخنیکي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د سړک جوړونې له پروژو څخه دې په بېلابېلو کاري پړاونو کې فني او تخنیکي څارنې ترسره کړي ترڅو یادې پروژې په غوره او معیاري توګه پلې شي. دغه راز کابل ښاروال پر قراردادي شرکتونو ټینګار وکړ چې، د پروژو چارې دې د طرحه شوي ډیزاین او تخنیکي سندونو له مخې په پوره صداقت او ایماندارۍ ترسره کړي، ترڅو د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي. نوموړي زیاته کړه چې، تر کار لاندې پروژې دې هرڅه ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
کابل ښاروال د سړک جوړونې د یو شمېر پروژو کاري پرمختګ و ارزاوه
29 عقرب 1403