د کابل ښاروالۍ او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر (UNOPS) ترمنځ په کابل ښار کې د رغنیزو پروژو د پلي کېدو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر مشر نيکولاس، د کابل ښار د پروژو او برنامو رئیسې آغلې جوسي او د کابل ښاروالۍ د پلان، پاليسۍ،څارنې او ارزونې رئیس محمد قاسم افغان او ترڅنګ يې یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون کړى ؤ، د دواړو خواوو تر منځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د نویو پروژو د پلي کېدو په اړه بحث او خبرې وشوې. په غونډه کې کابل ښاروال د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر له پخوانیو همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: کابل ښاروالۍ ژمنه ده چې، له خپلو همکارو بنسټونو او موسسو سره خپلې اړیکې او همغږي نور هم پیاوړي کړي. نوموړي زیاته کړه، تر دې وړاندې د (UNOPS) د دفتر له لارې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د ستونزو د هوارۍ او د کاري فرصتونه رامنځته کولو په موخه، (۲۰۰) ودانیزې پروژې ډیزاین او بشپړې شوې چې، د ښاریانو د ستونزو په حل او د سالم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په برخو کې یې مثبتې پایلې درلودې. دغه راز کابل ښاروال د ورته نورو پروژو په په پلي کولو کې له یاد دفتر څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه، ترڅو له یوې خوا د ښاریانو ستونزې هوارې او له بلې خوا به د نویو پروژو له لارې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. وروسته د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر مشر د کابل ښاروالۍ له خوا د پروژو د پلي کېدو پرمهال د آسانتیاوو له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې، د چاپېریالي ستونزو د هواري او مستحقو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه به نوې پروژې پلې کړي. د یاد دفتر رئیس زیاته کړه چې، له (۱۰۰) نویو پروژو څخه دا مهال (۳۶) پروژې تر کار لاندې دي او د پاتې نورو چارې به په نږدې راتلونکي کې هم پیل شي. په دغو پروژو کې د فرعي سړکونو، کوڅو، پارکونو او نورو عامه تاسیساتو جوړول شامل دي او دغه پروژې به د تېرو په پرتله په غوره او معیاري توګه پلي شي. د یادونې وړ ده چې، ددغو پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه د کابل ښاروالۍ د فني او تخنيکي ټيمونو له خوا په دوامداره توګه څارنې کېږي، تر څو په ښه کيفيت او د تخنيکي سندونو له مخې په ټاکلي وخت پلې شي
د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو له دفتر (UNOPS) سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
1 قوس 1403