د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د (کابل نوی انځور) په نامه اوه ورځنی انځوریز نندارتون په بریالیتوب سره پای ته ورسید

1 قوس 1403

13583.jpg (1820 × 1024)

په زنګار پارک کې د (کابل نوی انځور) په نامه اوه ورځنی انځوریز نندارتون چې په هغه کې د کابل ښاروالۍ د بشپړو شویو پروژو د پخواني او اوسني حالت (۱۲۰) غوره انځورونه نندارې ته ایښودل شوي وو، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. له دغه نندارتون څخه چې اوه ورځې یې دوام وکړ، سلګونو ښاریانو، د بېلابېلو امارتي ادارو مسئولینو او کارکوونکو، د ګذر وکیلانو، ځوانانو، د پوهنتون زده کړیالانو او د ښوونځیو زده کوونکو په ازاده توګه لیدنه وکړه او دیوې روښانه راتلونکې، په تېره د کابل ښار د آبادۍ په موخه یې خپله خوښي څرګنده کړه. دغه راز له یاد نندارتون څخه لیدونکو د دغه نندارتون جوړېدل په کابل ښار کې د مثبت بدلون، د عامه شتمنیو او د ښاري تاسیساتو په ساتلو کې د ښاريانو برخه اخیستل او همدارنګه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پلانونو د ملاتړ لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې یو ارزښتناک او د ستایلو وړ ګام وباله.  همدا شان د دغه نندارتون په څنډه کې لیدونکو خپل رغنده او معقول نظریات او وړاندیزونه په لیکلې او تصویري بڼه له کابل ښاروالۍ سره شریک کړل چې د ښاري پلانونو په جوړولو کې به ترې کار واخیستل شي. د یادونې وړ ده چې، په غوره (۱۲۰) انځورونو کې؛ د خیر خانې کوتل د لومړۍ برخې، د رحمان مېنې د لومړۍ برخې د سړکونو، د وزیر محمد اکبر خان تر شیرپور او قلعه موسی پورې نښلوونکې سړک، د ذاکرین - قرغې سړک، د سیلو دریم سړک، پل تخنیک ته څېرمه سړک، د کمپنۍ سړک د فرعي لیکو، د قلعه فتح الله پخواني سړک، د ۲۲مې ناحیې نوی پارک، د برچي - کمپنۍ نښلونکی سړک، تر قلعه زمان خان پورې د امنیت پروژې د سړک دوام، او  د لسګونو ودانیزو او زیربنایي پروژو پخوانی او اوسنی حالت نندارې ته وړاندې شوی ؤ. کابل ښاروالۍ د یوې مسئولې او خدمتګارې ادارې په توګه، د باکیفیته چوپړتیاوو د وړاندې کولو، د کابل ښاریانو د ستونزو د حل، او د ښار د تلپاتې پراختیا په برخه کې د اړینو او پر وخت اقداماتو ترسره کولو ته ژمنه ده. سړکونه د ښار د اقتصادي او دوامداره ودې، د ترانسپورتي او ترافیکي زیربناوو د پراختیا، د ګڼې ګوڼې په کمښت او د یوه سالم ښاري چاپېریال په رامنځته کولو کې  ځانګړی اهمیت لري