کارکوونکو ته د مناسب کاري چاپېریال او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دولسمې ناحیې د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې د ماموریت څلورلارې او د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک ترمنځ روانې دي. دغه ودانۍ چې (۴۶۵) متر مربع مساحت لري، د یوې تهکوۍ او ۳ پوړونو په لرلو سره به د (۱۵.۵) میلیون افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې بشپړه شي. د طرح شوي ډیزاین له مخې، د دې ودانۍ په هر پوړ کې اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهليز او تشنابونه په پام کې نيول شوي دي
د دولسمې ناحیې د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي
4 قوس 1403