د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحيې له بازارونو څخه ١٤٧٢ کيلوګرامه بې کیفیته توکي او ٥٧ لوډسپيکرونه راټول شول

4 قوس 1403

13600.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحيې مسئولينو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د کيفيت د کنترول په لړ کې د دغې ناحیې له بازارونو څخه (١٤٧٢) کيلوګرامه بې کیفیته توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، او دغه راز (٥٧) لوډسپيکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل، راټول او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکلي ځای ته ولېږدول. د یادې ناحیې د چاپېريالي روغتيا آمر مولوي عبدالکبير ظفري په دې اړه وويل: د ښاريانو د روغتيا د خوندي ساتلو په موخه، د دې ناحیې د چاپېريالي روغتيا آمریت له خوا له بازارونو څخه څارنې دوام لري او هيله ده، چې ښاريان د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر وخت د هغو نېټې او کيفيت ته پاملرنه وکړي. دغه راز ګرځنده پلورونکو ته خبرداری ورکول کېږي چې، د خپلو توکو د پلورلو پرمهال د لودسپیکر له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي