الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

4 قوس 1403

13604.jpg (1820 × 1024)

د پروژو د کیفیت د تضمین او د چارو د چټکتیا په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ګلباغ سړک، د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې سړک، د وزیرآباد کانال د پاسه د یوه پله، د تهیه مسکن له څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې سړک د فرعي لیکو او په مرنجان تپه کې د آزادۍ پارک د جوړولو  له چارو لیدنه وکړه. کابل ښاروال د چارو پر همغږۍ او د پروژو د کار د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: د پروژو کارونه باید په پوره ایماندارۍ، امانتدارۍ او له غفلت پرته ترسره شي، فني او تخنیکي کارکوونکي اړ دي چې د پروژو له چارو څخه څارنه وکړي ترڅو  پروژې د ډیزاین، تخنیکي سندونو مطابق او په ټاکلي وخت ترسره شي. دغه راز کابل ښاروال سپارښتنه وکړه، چې کارکوونکي دې د کار پر مهال د خوندېتوب مسایلو ته پام وکړي او د پروژو په بېلابېلو پړاوونو کې دې  ودانیز توکي په لابراتوار کې وآزمویل شي. کابل ښاروال تل د ښار په کچه د پروژو چارې له نږدې څاري تر څو  له یوې خوا کابل ښار د ښاریانو له تمې سره سم آبادشي او بله خوا به د ملي شتمنۍ او د کاري فرصتونو د ضایع کیدو مخه و نیول شي. د یادولو وړ ده چې،د کابل ښاروالۍ مشرتابه تل د چارو د چټکتیا، کیفیت، پرمختګ او دشته خڼډونو د لرې کولو او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه کوي؛ چې دغه کار له یوې خوا د مثبتو پایلو درلودلو سربېره، اړوند مسئولین خپلو کاري مکلفیتونو ته ځیر کړي دي او له بلې خوا د پروژې په پلي کولو کې د خلکو د همکارۍ کچه هم لوړه شوې ده