د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د پخوا په څېر د پرمختیايي پروژو په تطبیق کې د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته د حقوقو دورکولو کلکله ژمنتیا لري

4 قوس 1403

13616.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زیربنایي او پرمختیایي پروژو پر وړاندې تر استملاک لاندې ملکیتونو د بدیل حق د ورکړې د څرنګوالي په اړه د یو شمېر بهرنیو رسنیو له خوا خبرونه خپاره شوي چې، د حقایقو له څېړلو پرته یې ناسم قضاوتونه کړي دي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په وینا؛ په تېرو درېیو کلونو کې کابل ښاروالۍ شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ هغو ۲۰۰۰ ښاریانو ته چې، ملکیتونه یې استملاک شوي بدیل حقونه ورکړي دي او دغه لړۍ دوام لري. کابل ښاروالۍ ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې، د استملاک شویوملکیتونو مالکانو حقوق به ضایع نشي او هغو ښاریانو ته چې، د سړک جوړونې په نویو پروژو کې یې ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، خبر ورکوي چې ژر تر ژره دې د خپلو سندونو د اداري پړاونو د ترسره کولو په موخه کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او خپل حقوق دې تر لاسه کړي. کابل ښاروالۍ یوه لویه خدماتي اداره ده چې، د ښار په کچه د متوازنې پراختیا د اصولو پر بنسټ خپل پلانونه پرمخ وړي، افغانستان یو متحد ملت دی او کابل ښار د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او اړتیا ده چې ټول وګړي یې باید ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو ته لاسرسی ولري. کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د سوکاله او هوسا ژوند د برابرولو په موخه، په ځانګړې توګه د ښاري زیربناوو د جوړولو لکه، د ښار په بېلابېلو برخو کې د نویو سړکونو د جوړولو په موخه، خپلي استملاکي پروژې د قانون په چوکاټ کې پلې کړې دي او د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته د استملاک قانون له مخې  بدیل حقوق ورکول کیږي. د کابل ښار د معیاري ودې او پراختیا لپاره د نویو سړکونو جوړول، یوه له هغو مهمو اړتیاوو څخه ده چې، کابل ښاروالۍ ورته ډیره پاملرنه لري