الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۴ کال د پرمختیايي پلان جوړولو په اړه دویمه تخنیکي غونډه ترسره شوه

5 قوس 1403

13620.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او د یادې ادارې د مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو او ناحیو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د ۱۴۰۴ کال د پرمختیايي پلان جوړولو په اړه دویمه تخنیکي غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې کابل ښاروال وویل: په یاد پلان کې دې د متوازنې پراختیا د اصولو پربنسټ او د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره نوې ټولګټې پروژې شاملې شي او پر مسئولینو یې ټینګار وکړ چې، د کابل ښار د ماسترپلان مطابق دې د نویو سړکونو د جوړولو په اړه دقیقه سروې ترسره او وروسته دې د ډیزاین ،تدارکاتي مراحلو او د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته د بدیلو حقونو د ورکولو په اړه اقدام وشي. دغه راز کابل ښاروال د سړکونو د پاتې چارو پر بشپړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، مسئولین دې د پروژو د چارو په بشپړولو کې له هېڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړي. د نوموړي په وینا؛ د اړتیا وړ امکاناتو او تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې دې څېړنې ترسره شي.  همدا رنګه نوموړي د ۱۴۰۴ کال د پرمختیايي پلان د لا بډاینې په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل چې،پر بنسټ به یې په دې پلان کې د کابل ښار د لرلید، پراختیا او دوامدارې ودې لپاره؛ د اصلي او فرعي سړکونو جوړول، د سړکونو روښانه کول، د پلولارو، کانالونو، لښتیو، پلونو ، پلچکونو، پارکونو او زرغونو سیمو جوړول؛ د ماشینرۍ او تجهیزاتو پیرودل، د یو شمېر پروژو ډیزاین، او ښاري تاسیساتو بیارغونه شامل شي. په پای کې کابل ښاروال ډاډ ورکړ چې، د تخنیکي او مشورتي بحثونو پر اساس به د ۱۴۰۴هه ش کال پرمختیايي پلان یو جامع او هر اړخیز پلان جوړ او پلی شي