د ښاري سیمو د پاکولو په موخه د شپږمې ناحیې د مسئولینو او ګڼ شمېر ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یوه اندازه کثافات راټول او له ښار څخه د باندې ولېږدول شول. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر د یادې ناحیې اوسېدونکي د ګډو کارونو ترسره کولو ته وهڅول او ویې ویل: اړتیا ده ترڅو د پیاوړې روحیې په درلودلو سره د ښار د پاکوالي په برخه کې مرسته وکړو او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې، د خپلو ملکیتونو مخې ته د کوڅو او سیمو پاک ساتلو ته پام وکړي. وروسته د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د ښار پاکوالی د ټولو ښاریانو ملي او دیني دنده وبلله او د حشر له ګډونوالو یې وغوښتل چې، د خپلو کورونو مخې ته د سیمو په پاک ساتلو سره د کابل ښاروالۍ ملتیا وکړي. ورته مهال د شپږمې ناحیې د ځوانانو شورا غړو او د تنظیفي خدمتونو د شرکتونو مسئولینو له کابل ښاروالۍ سره د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل: د ښار پاکوالی یوازې د کابل ښاروالۍ د نارنجي اغوستونکو مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې موږ ټول مسئولیت لرو
د شپږمې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو