الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پروان هوټل په سیمه کې د سوداګریزې او استوګنې ګډې ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي

6 قوس 1403

13633.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکتور په مرسته، د ۱۱مې ناحیې اړوند د پروان هوټل په سیمه کې د سوداګریزې او استوګنې  ګډې ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي. دغه مارکېټ به د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق، په (۳۵۰۰) متر مربع ځمکه کې د دوو تهکویو په ګډون، د (۱۰) پوړونو په درلودلو سره چې، دوه لاندني پوړونه یې د موټرو د پارکینګ، (۳) پوړونه یې د هټیو، رستورانت او سوداګریزو دفترونو او پاتې نور یې د استوګنې د (۹۰) آپارتمانونو لپاره ډیزاین شوي دې، د راتلونکو (۱۸) میاشتو  په موده کې په معیاري او اساسي بڼه جوړ شي. دغه راز په دې ودانۍ کې د ښاري او لمریزې برېښنا، خوندیتوب او اور وژنې مسایل، د یوه جومات، د سپورت ځای او د ننوتو او وتلو لارو جوړولو آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي