د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل ښار د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ اتحادیې له مشرتابه او غړو سره ولېدل

7 قوس 1403

13648.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د اقتصادي ودې او تلپاتې ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه، د کابل ښار د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ اتحادیې له مشرتابه او غړو سره غونډه ترسره کړه او په یو شمېر مهمو مسایلو یې بحث او خبرې وکړې. نوموړي لومړی د دوی ستونزې واورېدې او وروسته یې د ښاري نظم او له سوداګرو او متشبیثینو څخه د ملاتړ په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پلانونو په اړه معلومات وراندې کړل. همدا راز کابل ښاروال د سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو، په ټولو ښاریانو د قانون او ښاري اصولو د یو ډول تطبیق، له ښاري سیمو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د ښاري معیارونو مطابق یې د کابل ښار د بڼې د بدلون په برخه کې وروستي پرمختګونه له دوی سره شریک کړل.  کابل ښاروال د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ښاري کلتور دودولو په برخه کې د یادې اتحادیې رول مهم وباله او په دې برخه کې یې له دوی څخه د اصولو د لا ښه مراعتولو غوښتنه وکړه. وروسته د کابل ښار د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ اتحادیې رئیس احمد عظیم خانزاده د یادې اتحادیې لومړي مرستیال عبدالهادي غزنیوال او یو شمېر غړو هر یوه په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ له پلانونو ملاتړ څرګند کړ او د کابل ښار د مدیریت په برخه کې یې خپل رغنده نظرونه او وړاندېزونه له کابل ښاروال سره شریک کړل. کابل ښاروالي د کابل ښار د ښه والي او د ښې راتلونکې په برخه کې له خصوصي سکټور سره ګډ حرکت کوي ترڅو له دې لارې د یوه منظم او قانونمند کابل ښار رامنځته کېدو په اړه اقدام وشي. د یادونې وړ ده چې، د ناستې په پای کې د یادې اتحادیې مشرتابه د ښار د مدیریت په برخه کې د کابل ښاروال کړنې وستایلې او نوموړي ته یې د عزت پګړۍ ور په سر کړه