د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

8 قوس 1403

13655.jpg (1820 × 1024)

د چارو د پر وخت او ښه ترسره کېدو په موخه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه د اداري شورا غونډه ترسره شوه.  په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو او د دوه ویشت ګونو ناحیو رئیسانو ګډون کړی ؤ؛ د مالي مدیریت په سیسټم کې د ملکیتونو او جایدادونو د ثبت، د ښار په کچه د یو شمېر نویو ګذرونو د جوړولو، ګرځنده پلورونکو ته د بدیلو ځایونو د ټاکلو، له شخصي ملکیت پرته په نورو ځایونو کې د څاګانو د کېندلو، او د یو شمېر هغه غرفو د برخلیک معلومولو په اړه بحث او خبرې وشوې چې، د باقیاتو له امله راټولې شوې وې. کابل ښاروال مسئولانو ته لارښوونه وکړه چې، د ښاري مدیریت اړوند ټولو مسایلو ته پام وکړي، قانون په ټولو یو ډول پلی کړي او د ښاري سرغړونو مخه ونیسي. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې، د ارزول شویو پلانونو له مخې به د ښاریانو ډیری ستونزې هوارې شي او اړتیا ده چې، ښاریان هم له کابل ښاروالۍ سره د پلانونو د پلی کولو په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو یو منظم، قانونمند او آباد ښار ولرو