الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې یو شمېر ګذر وکیلان وستایل شول

10 قوس 1403

13660.jpg (1200 × 675)

د اتمې ناحیې یو شمېر ګذروکیلان د ښاري خدمتونو د محصول د راټولولو، ښاري نظم او د ټولنیزو آسانتیاوو د برابرولو په برخو کې د دوی د ارزښتناکو فعالیتونو له امله د اړونده ناحیې له خوا د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل وشول. د یادې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وویل:د شلم ګذر وکیل او د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي حکیم جان ابراهیم خیل، د شپږم ګذر وکیل محمد عمران امیري، د دویم ګذر وکیل ملا محمد آخند، د شپاړلسم ګذر وکیل شاه ولي میاخیل او د ۴۳م ګذر وکیل سید معروف میرزاد هغه وکیلان دي چې، د ښاري پلانونو د پلي کولو په برخه کې یې خپل مسئولیتونه او مکلفیتونه په سمه توګه ادا کړي دي او له کابل ښاروالۍ په ځانګړې توګه د اتمې ناحیې له مسئولینو سره یې د سیمه ییزو ستونزو د هوارولو په برخه کې  مرسته کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې، ګذر وکیلان مکلف دي چې خپل موکلین ښاري اصولو او مقرراتو ته ځیر کړي ترڅو د ښاري بې نظمیو او چاپېریالي ککړتیا څخه مخنیوی وشي