د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د بېلابېلو پروژو د کار د کیفیت او سرعت ارزونه وکړه

10 قوس 1403

13662.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې، له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې پورې سړک، د وزیرآباد کانال  دپاسه د دوو پلونو او د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند دپاسه تر ټولو لوی پله په ګډون د جوړولو پروژو د (شپې او ورځې کاري شفتونو) چارې وارزولې او د کیفیت د تضمین او چټکتیا په موخه یې د یادو پروژو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د پروژو د چارو د ښه والي او په ټاکلي وخت د پروژو د پلي کېدو په برخه کې خپل نظرونه شریک کړل او له قراردادي شرکتونو څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو د ټولګټو پروژو چارې د ډیزاین او تخنیکي سندونو له مخې په معیاري توګه ترسره کړي. دغه راز کابل ښاروال د اړوند برخو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د کار پرمهال دې د خوندیتوب مسایلو ته پام وکړي او د پروژو له بېلابېلو پړاوونو څخه دې تخنیکي او فني څارنې ترسره او د اړتیا وړ توکې دې په لابراتوار کې و آزمویل شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروال د ښار په کچه د پروژو د پلي کېدو له چارو څخه په رسمي او غیر رسمي وخت ( شپه او ورځ) کې په دوامداره توګه څارنې کوي ترڅو د ښاریانو د غوښتنې مطابق کابل ښار آباد او د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي