الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې چارې روانې دي

10 قوس 1403

13664.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د بیا کور موندلو په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د پنجصد فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې چارې روانې دي. په دې سیمه کې دوه اته او دولس پوړیز بلاکونه په ټولیزه توګه ۱۲۳۴ متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوۍ په ګډون جوړېږي چې، د اته پوړیز دوه پوړونه سوداګریز او پاتې یې استوګنیز او د دوولس پوړیز (۳) پوړونه سوداګریز او پاتې یې استوګنیز دي. دغه راز په یاده سیمه کې په ټولیزه توګه ۷۸ استوګنیز آپارتمانونه، هټۍ او لوی پلورنځي هم په نظر کې نیول شوي دي. په یاده پروژه کې زرغونې سیمې، پلې لارې، د وسایطو پارکینګ، د برښنا بُرج، غیر متمرکزه د فاضلاب تصفیه خونه، د مرکز ګرمۍ سیستم او نورې اساسي اړتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي. کابل ښاروالي پلان لري ترڅو د پروژو په پلي کولو کې د ځمکو د استملاک پر ځای د پرمختللې نوې کړنلارې (د ځمکو بیا تنظیم او پراختیا) څخه د کابل ښار د پراختیا په برخه کې کار واخلي