د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

13684.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې د مسئولانو او د یادې ناحیې د تنظیفي شرکتونو د استازو، د دیني عالمانو او ځوانانو شورا د غړو په ګدون تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې د چهلستون له نهه برجه او یو شمېر نورو سیمو څخه تیت شوي کثافات راټول او ځانګړي ځای ته ولېږدول شول. د اوومې ناحیې رئیس فضل الحق مجاهد وویل: د دې حشر په پایله کې په تنظیفي چارو کې وروسته پاتې والی جبران شو او د  سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي ترڅو د کابل ښاروالۍ پرسونل وکولای شي هغه په وخت ولېږدوي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د اوومې ناحیې اوسېدونکي د ښاري سیمو پاک ساتلو ته را وبلل او ویې ویل: د ښاریانو له همکارۍ پرته د کابل ښاروالۍ پرسونل نه شي کولای د ښار ټولو برخو ته لازمه رسېدنه وکړي. ورته مهال ګډونوالو ژمنه وکړه چې، د خپلې سیمې پاک ساتلو ته به پاملرنه کوي او د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره به دومداره مرسته کوي