
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د ښار په کچه له بازارونو څخه راټول شوي (۲۵) ټنه بې کیفیته توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې له ښار څخه د باندې د ګزک په سیمه کې له منځه یوړل شول. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د خوراکي توکو د کنترول آمر رحیم الله الکوزي په وینا؛ په دغو توکو کې، غوړي، شیدې، ملايي، بیسکویټ، پنیر، د لوبیا او نخودو کنسرو، متر، مرخیړي، د رومي بادنجانو رب، چپس، پاپړ، د څښاک او مینځلو مواد شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه د ښار په کچه د توکو له نیټې او کیفیت څخه د اړوندو مسئولینو له خوا څارنې روانې دي او له اصنافو او هټیوالو څخه یې غوښتنه یې وکړه چې، تېر وخته او بې کیفیته توکي ونه پلوري


