د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۴ کال د پرمختیايي پلان په اړه په څلورمه تخنیکي ناسته کې د یو شمېرسړکونو جوړول تائید شول

14 قوس 1403

13703.jpg (1820 × 1024)

برابرې پراختیا او لومړیتوبونو ته په کتو د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۴ کال د پرمختیايي پلان په تخنیکي ناسته کې د کابل ښار په کچه د یو شمېر نویو سړکونو د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم وویل: د نویو سړکونو جوړول د ښار د اقتصادي ودې، د ګڼه ګوڼې د کمښت او ترانسپورتي زیربناوو ته د لاس رسي په برخه کې لومړیتوب ګڼل کیږي چې، لومړی به د سړکونو دقیقه سروې وشي او وروسته به په معیاري توګه ډیزاین او تدارکاتي پروسه به یې ترسره شي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د ښاءي خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل: د تخنیکي او فني مشورو پر بنسټ به د ۱۴۰۴ کال پرمختیايي پلان یو هر اړخیز پلان وي چې، په پلي کېدو سره به یې ښاریان د کابل ښار د معیاري او اقتصادي ودې شاهدان وي. نوموړي وړاندې وویل چې، د اړتیاوو او امکاناتو د پېژندلو په برخه کې به لا ډېر مطالعات ترسره شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک وویل چې، د نویو سړکونو په جوړېدو سره به غیر پلاني سیمي په پلاني بدلې او له بلې خوا به په بېلابېلو زونونو کې ښاري زیربناوې رامنځته شي. نوموړي زیاته کړه چې، د راتلونکي ۱۴۰۴ کال په پرمختیايي پلان کې د اصلي او فرعي سړکونو جوړولو، د سړکونو روښانولو، د پلولارو، کانالونو، لښتیو، کوچنیو پلونو، پارکونو او زرغونو سیمو جوړولو، د ماشینرۍ او تجهیزاتو پېرلو، د یو شمېر پروژ ډیزاین او د ښاري تاسیساتو بیارغونې ته ځای ورکړل شوی دی. د یادونې وړ ده چې، د ۱۴۰۴ کال د پرمختیايي پلان په اړه په څلورمه ناسته کې تر بحث او خبرو وروسته په پنځلسمه، شپاړلسمه، اوولسمه، شلمه، یو ویشتمه او دوه ویشتمه ناحیو کې د یو شمېر سړکونو د جوړولو په اړه اړین تصمیمونه ونیول شول