کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل - جلال آباد سړک د لومړۍ برخې (د مکروريانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو)، د کابل - لوګر سړک د لومړۍ برخې (له نجات څلي څخه تر چرخ آب)، د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې سړک، له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې پورې سړک او ددې سړک په اوږدو کې د دوو پلونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه او د یادو پروژو د کیفیت، د چارو د لا ښه تنظیم او په معیاري توګه یې د پلي کېدو په موخه، مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. دغه راز د دغو څارنو په پایله کې د پروژو د چارو په مخ بیولو کې د ځنډ، غفلت او همدارنګه د بې کیفیته کار مخه ونیول شوه. کابل ښاروال د کار پر چټکتیا او ښه کیفیت د ټینګار ترڅنګ وویل:بې کیفیته کارونه د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ښاریانو ته د منلو وړ نه دي او د سرغړونې په صورت کې به هغه برخې چې په ټیټ کیفیت سره جوړې شوې وي ویجاړې او بیاځلي به جوړېږي او د سرغړونو د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره جدي او قانوني چلند وشي. نوموړي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې پورې د سړک جوړولو چارې باید له فرصت څخه په ګټه اخیستلو هرڅه ژر بشپړې شي. په همدې توګه د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د قیر چارو په اړه هم باید اقدام وشي او د کابل- جلال آباد او کابل- لوګر سړکونو د لومړیو برخو کار دې هم داسې تنظیم شي چې، په یادو سړکونو تلونکو ښاریانو ته ستونزې رامنځته نه شي. کابل ښاروال د پروژو د کار له کیفیت څخه په رسمي او غیر رسمي وختونو ( شپه او ورځ) کې څارنې کوي، څو د ښار د آبادۍ په برخه کې خپل مسئولیت په سمه توګه ادا کړي
کابل ښاروال د سړک جوړونې له څلور مهمو پروژو څخه څارنه وکړه
15 قوس 1403