د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.15 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.910 افغانی
1 کلدار 258 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لوحو او اشتهاراتو د تنظیم په موخه ګډه غونډه ترسره شوه

15 قوس 1403

13716.jpg (1820 × 1024)

د ښار په کچه د لوحو او اشتهاراتو د تنظیم په موخه، د کابل ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د هټیوالو او کسبګرو ټولنې او د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا د رئیسانو ترمنځ  ګډه غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد د دې غونډې موخه په لوحو او اشتهاراتو کې د اصلاحاتو راوستل یاد کړل او ویې ویل: د مسئولینو او فعالیت کوونکو ترمنځ بیاوړې روحیه شته او هڅه کوي چې، د هغو لوحو او اشتهاراتو د متن مینځپانګه اصلاح  او تنظیم کړي کوم چې مخکې په بهرنیو ژبو لیکل شوې وې، غیر شرعي انځورونه پکې وو او یا په نا مناسبو ځایونو کې نصب شوې وې.  نوموړي زیاته کړه: اړتیا ده چې، هټیوال او اصناف په دې کار کې له مسئولو ادارو سره مرسته وکړي ترڅو هغه لوحې پاکې شي چې، د ښار بڼه یې زیانمنه کړې ده. په کابل ښار کې د لوحو، اشتهاراتو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون، د کابل ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور ،کورنیو چارو ، د صنعت او سوداګرۍ ، امر باالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارتونو، کابل پوهنتون او د علومو اکاډمۍ له استازو څخه جوړ شوی دی چې، د لوحو او اشتهاراتو د متن د اصلاح په برخه کې کار کوي.  یاد کمیسیون د سوداګرو خونې او اصنافو له استازو او د دو ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا له رئیسانو څخه غوښتنه کوي چې، د عملیاتي پلان په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي