د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له مکروریانو څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې کاري پرمختګ و ارزول شو

18 قوس 1403

13725.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې و ارزولې او د پروژې پر وړاندې یې د شته ستونزو د له منځه وړلو او آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي سجستاني پر قراردادي شرکت ټینګار وکړ چې، د دې پروژې چارې دې داسې تنظیم شي، څو یې له یوې خوا سرعت او کیفیت په پام کې و نیول شي او له بلې خوا د ترافیکي ګڼه ګوڼې رامنځته کېدو او د ښاریانو د وخت ضایع کېدو لامل ونه ګرځي. ورته مهال د قراردادي شرکت استازو ژمنه وکړه چې، په دوه کاري شفتونو ( شپه او ورځ) کې به د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې چارې له ټاکلې مودې وړاندې تر راتلونکي یوه کال پورې بشپړې شي. دغه سړک چې (۹۳۹۷) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، اوس مهال یې د لښتیو جوړولو، کیندنو، خاورې لېږدولو او هوارولو چارې په ښه کیفیت روانې دي او له بېلابېلو پړاوونو څخه یې  فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي. د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لښتيو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، تم ځایونو، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک نورو جزئیاتو په ګډون په دوو لیکو کې جوړېږي چې، په بشپړېدو سره به یې د ختیځ زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ورسره جوخت به ګڼې ترافیکي او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي