الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ونو د شاخه بُرۍ او اصلاح کولو چارې روانې دي

18 قوس 1403

13739.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د زیارکښه کارکوونکو له لوري د پارکونو او نورو زرغونو سیمو د ونو اصلاح کولو چارې روانې دي ترڅو د ونو د ودې او د ښاري ښکلا رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره شي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې اړه وویل: د ونو شاخه بُري او اصلاح کول له یوې خوا د ونو د ودې او جوړښت په برخه کې خورا ارزښت لري، او بله خوا د نباتي ناروغیو او په ژمي کې د ونو له ماتېدو څخه مخنیوی کوي. نوموړي زیاته کړه چې، د زرغونتیا ریاست کارکوونکي اوس مهال د ښار په کچه د ونو په اصلاح کولو ، د کرنیزې خاورې لېږدولو او د زرغونو سیمو دپراختیا په موخه د ځمکې په نرمولو هم بوخت دي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مسئولین د ونو او ګلانو د ساتنې او روزنې ترڅنګ، د هغو سیمو په سروې بوخت دي، کوم چې د زرغونېدو وړتیا لري