الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۶۰م ګذر کې د کانال جوړولو چارې روانې دي

19 قوس 1403

13741.jpg (1820 × 1024)

د سطحي اوبو د مدیریت په موخه؛ د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۱۳مې ناحیې اړوند د ۶۰م ګذر د برچي  په سرفراز قلعه سیمه کې د یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي. د ديارلسمې ناحيې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وويل: دغه کانال چې په ټولیزه توګه (٥٢٠) متره اوږدوالى، دواړو خواووته د سنګ کارۍ په ګډون، (٢،٩) متره سور او يو متر ژوروالى لري، تر اوسه يې (٣٠) سلنه چارې پرمخ تللې او د نږدې دوو میاشتو په موده کې به بشپړ شي. د دې کانال په جوړېدو سره به د کارېز او جر برچي سیمو د سېلابونو راوتلو له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې او د سړکونو د ژر ویجاړېدو مخه به ونیول شي