د خواجه بغرا له درې لارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل کیږي! کابل ښاروالۍ د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې هوډ لري چې، د پنځلسمې ناحیې اړوند له خواجه بغرا درې لارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل کړي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په دې اړه وویل: د دې سړک جوړېدل د کابل په شمال زون کې د ګڼه ګوڼې د کمښت او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. نوموړي زیاته کړه: د یاد سړک په اوږدو کې (۵۷) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. ښاغلي حنیف د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، هرڅه ژر دې د خپلو سندونو د اداري پړاوونو ترسره کولو په موخه کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي. د نوموړي په وینا؛ د سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته ښايي چې، د دې مهمې پروژې پر وړاندې د شته استملاکي خنډونو د پاکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه سړک د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، (۶۹۲) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، په معیاري توګه به جوړ او ورسره جوخت به د خیرخانې مېنې په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه په اساسي توګه کمښت ومومي
د کابل ښاریانو لپاره ښه زېری
19 قوس 1403