د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هزاره بغل ( د خیرخانې کوتل د بدیل سړک) د لومړۍ برخې د جوړول چارې پیل کیږي

19 قوس 1403

13745.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالي پلان لري چې، د خپل پراختیايي پلان له مخې؛ د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند له ۳۱۵ سړک څخه تر منشي میر غلام ښارګوټي پورې د هزاره بغل (د خیرخانې کوتل د بدیل سړک) د لومړۍ برخې د جوړولو چارې پیل کړي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په دې اړه وویل: د  دې سړک په اوږدو کې ۲۸۹ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، هرڅه ژر دې د خپلو اسنادو د پړاوونو ترسره کولو په موخه کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي. د نوموړي په وینا؛ د سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته ښايي چې، د دې مهمې پروژې پر وړاندې د شته استملاکي خنډونو د پاکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې دا سړک ۲۰۰۰  متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، په معیاري توګه به جوړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د خیرخانې کوتل سړک د ګڼه ګوڼې ستونزې ته چې، د هېواد یوه ترانزیتي لاره ده او کابل د هېواد له ۱۴ شمالي ولایتونو سره نښلوي؛ په اساسي توګه د پای ټکی کېښودل شي