د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ چې د (د ادارې او مدیریت د مهارتونو پلي کول) تر سرلیک لاندې په لاره اچول شوی ؤ، په بریالیتوب سره پای ته ورسید. د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطايي په دې اړه وویل: د دې ورکشاپ ګډونوالو ته د مهارتونو او دعملي کولو د وړتیا، د فعالیت د ښه والي، د تولیداتو د زیاتوالي، د تصمیم نیولو د وړتیا، د همغږۍ د رامنځته کولو، د سازماني اړیکو د برابرولو، د ذهني ځواک لوړولو او پر ځان باور، د ادارې او مدیریت اصول او مفکورې، د چاپېریال د اغېزمنو عواملو تحلیل او ارزونه، پلان جوړونه، د کاري ستونزو حل او د دندو اړوند نورو مسایلو په اړه معلومات وړاندې شول. نوموړي زياته کړه: ددغه ورکشاپ دجوړولو موخه؛ د کاري مهارتونو د کچې لوړول ؤ، تر څو کارکوونکي ښاریانو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زیات چمتو شي او په راتلونکي کې به د کابل ښاروالۍ د نورو ادارو او ریاستونو کارکوونکو ته هم ورته ورکشاپونه ترسره شي
د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد
19 قوس 1403