د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې فاملیو په سیمه کې د کانال جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

19 قوس 1403

13749.jpg (1820 × 1024)

د سطحي اوبو د مدیریت په موخه،د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې فامیلیو په سیمه کې د اوبو د یوه کانال د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې دي، تر اوسه (۷۰) سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې چې د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو د معلوماتو له مخې، دغه کانال چې (۴۹۰) متره اوږدوالی، (۱.۹) متره سور او (۱.۶) متره ژوروالی لري، د ذاکرین – قرغې سړک او د قرغې د فامیلیو سیمو د کوڅو سطحې اوبه د قرغې آبرېزې ته لېږدوي. د دغه کانال په جوړېدو سره به له یوې خوا د سېلابونو راوتلو له امله د ور څېرمه سیمو ستونزې په بشپړه توګه حل او بله خوا به د سړکونو د ژر ویجاړیدو مخه هم ونیول شي