الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې له ګذر وکیلانو شورا سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

21 قوس 1403

13764.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ستونزو د پېژندلو او حل په موخه د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست له لوري د شپږمې ناحیې له ګذر وکیلانو شورا سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه. د یاد ریاست رئیس قاري انعام الله قاضي زاده د ګذر وکیلانو له همیشنیو همکاریو د مننې ترڅنګ وویل: کابل ښاروالي لومړیتوبونو او د خلکو د پرځای غوښتنو پر بنسټ خپل پلانونه جوړ او پلي کوي او اړتیا ده چې، د دې لویې خدماتي ادارې د پلانونو په پلي کولو کې ټول ښاریان په ځانګړې توګه ګذر وکیلان چې، د ښاریانو استازي ګڼل کیږي پوره همکاري وکړي. ورته مهال د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر او د یادې ناحیې ګذر وکیلانو په خپل وار د عوایدو راټولولو، د صفایۍ محصول د کتابچو، په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو او د ښاري نظم په برخه کې خپلې ستونزې د ولسي او ټولنیزو چارو له ریاست سره شریکې کړې ترڅو پر وخت ورته رسېدنه وشي. په پای کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ رئیس وویل: د دې لویې خدماتي ادارې ټول مسئولان د خلکو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې بې درېغه هڅې کوي او د ښاري ستونزو د پېژندلو په برخه کې به د نورو ناحیو له ګذر وکیلانو سره هم دا ډول ناستې روانې وي