د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه ترسره شوه

21 قوس 1403

13774.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او د سوداګرۍ، مالیې، عدلیې او د کورنیو چارو وزارتونو، د افغانستان بانک، لوی نظارت، د احصایې او معلوماتو ادارو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د نفت او ګاز امارتي شرکت، د نورم او ستندرد ملي ادارې او د اصنافو د استازو په ګډون د ۴۱ مې ګڼې نرخنامې د جوړولو په موخه د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول، د توکو لپاره د بیو د ټاکلو، له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته د وارداتو، او د اسعارو د بیو د بدلون په اړه بحث وشو او اړینې پرېکړې وشوې. په ۴۱ مه ګڼه نرخنامه کې د ډبرو سکرو او لرګیو بیې هم ځای پر ځای شوې. د یادونې وړ ده چې، دا کمیسیون په بازارونو کې خپلو څارنې لا جدي کوي ترڅو ښاریان وکولای شي په مناسبه بیه او ښه کیفیت د اړتیا وړ توکي د کابل له بازارونو څخه ترلاسه کړي