الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه

24 قوس 1403

13791.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د یادې ادارې د مرستیالانو په ګډون د مشرتابه پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ښاري خدمتونو د وضعیت ښه والي، د آبادۍ په برخه کې د پراختیايي پلانونو د جوړولو، له ښاري سرغړونو څخه د مخنیوي، د ښاري اصولو او مقرراتو د پلي کولو او له امکاناتو او سرچنیو څخه د غوره ګټې اخیستنې په اړه بحث او خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول. په  غونډه کې کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: د اوسني وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده ترڅو  خلکو ته په ښاري معیارونو برابر، هوسا او سوکاله ژوند رامنځته شي. همدارنګه د همغږۍ او حساب ورکونې پر اصل ټینګار وشو چې ښاریان به ډېر ژر د ارزول شویو پلانونو او برنامو په پلي ګولو سره په ښار کې د مثبتو بدلونونو شاهدان و اوسي