د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۴ کال د پرمختیايي پلان جوړولو په اړه وروستۍ ناسته ترسره شوه

24 قوس 1403

13795.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د یادې ادارې د مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون د ۱۴۰۴ کال د پرمختیايي پلان د جوړولو په اړه وروستۍ ناسته ترسره شوه او پکې برابرې پراختیا او لومړیتوبونو ته په کتو یو شمېر نوې ټولګټې پروژې انتخاب شوې چې، په پلان کې به ځای ورکړل شي. کابل ښاروال د نویو سړکونو د جوړولو په اړه وویل: د ماسټرپلان له مخې دې لومړی د سړکونو سروې ترسره او تر ډیزاین وروسته دې د پروژو د تدارکاتي پړاوونو په اړه اقدام وشي او د ۱۴۰۴ کال په لومړیو کې باید عملي چارې پیل شي. د تخنیکي او فني مشورو په بنسټ به د اصلي او فرعي سړکونو جوړول، په سړکونو د څراغونو نصبول، د پلولارو، کانالونو، لښتیو، پلونو او پلچکونو جوړول، د زرغونو سیمو پراختیا، د ماشینرۍ او تجهیزاتو پېرل، د یو شمېر پروژو ډیزاین او د ښاري تاسیساتو بیارغول به د ۱۴۰۴ کال د پرمختیايي پلان برخه وي او یاد پلان به د کابل ښار د پراختیا په برخه کې یو جامع پلان وي