الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړولو پروژو د کار له څرنګوالي څارنه وکړه

25 قوس 1403

13803.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل شمال - لوېدیځ ( له ذاکرین تر قرغې)پورې سړک، له دهمزنګ څخه تر میرویس میدان (کوټه سنګي) پورې له سړک، له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د نښلوونکي سړک په ګډون، د سړک جوړولو پروژو د کار له څرنګوالي څخه څارنه وکړه.  د دغو څارنو په پایله کې د پروژو د چارو په مخ بیولو کې د ځنډ، غفلت او همدارنګه د بې کیفیته کار مخه ونیول شوه.  کابل ښاروال د چارو پر چټکتیا او ښه کیفیت د ټینګار ترڅنګ وویل: له کیفیت پرته کار  خلکو او د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دی؛ د سرغړونې په صورت کې به هغه برخې چې، بې کیفیته جوړې شوې وي ویجاړې او بیاځلي رغول کیږي او په ټولګټو پروژو کې د سرغړونې د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي. نوموړي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د سړک جوړونې د پروژو چارې دې ژر تر ژره بشپړې شي او د هغو سړکونو چې اساسي برخې یې جوړې شوې دي، قیر چارې دې ترسره او د پروژو چارې دې داسې تنظیم شي، چې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې رامنځته نه کړي. کابل ښاروال د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه د مخنیوي په موخه د ټولګټو پروژو له چارو څخه په رسمي او غیر رسمي وختونو( شپه او ورځ) کې څارنې ترسره کوي