الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

25 قوس 1403

13807.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې، د  (۱۱۹) میلیونه، (۲۸۱) زرو او (۲۵٠) افغانیو په لګښت، د کابل ښاروالۍ د ودانیزوچارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په حضور کې پیل شوې. ښاغلي یاسر په دې اړه وویل: د دغه سړک د جوړولو چارې چې، (۱۷۶۷) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، او د دارالامان سړک د چهلستون له سړک سره نښلوي، د یوه کال په موده کې به بشپړې شي. نوموړي د دغه سړک په اوږدو کې له میشتو اوسېدونکو وغوښتل، چې د دې مهم سړک د جوړولو د پروژې په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو  د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په خپلو خبرو کې وویل: د سړک جوړونې په دې پروژه کې د لښتیو، پلولارو،  ګلدانونو جوړول، د پایو او څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي.  د یادولو وړ ده چې، د کار د ښه کیفیت د تضمین او په ټاکلي وخت د دې پروژې  د پلي کېدو په موخه، د یادې پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي