د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک کاري پرمختګ و ارزاوه

25 قوس 1403

13809.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ټولګټو پروژو د کار د کیفیت د تضمین په موخه، د شپې مهال له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک او د همدې سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د دوه لویو پلونو کاري پرمختګ و ارزاوه او د یادې پروژې د چارو د بشپړولو په اړه یې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. دغه سړک  چې (۱۸۹۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، تر اوسه یې (۹۰) سلنه چارې مخته تللې دي او هڅه کیږي چې هرڅه ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او  د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي چې، د کار د کیفیت له څرنګوالي څخه یې د کابل ښاروالۍ مشرتابه په بېلابېلو پړاونو کې  فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک په اوږدو کې د وزیرآباد کانال د پاسه، د (۱۲.۸) مترو په اوږدوالي او د (۱۲.۸) مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دوو لویو پلونو د جوړولو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د سلطان محمود غزنوي سړک، د کورنیو چارو وزارت لوېدیځ خواته سړک، د پنجصد فامیلو سړک او  نورو ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بل خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي