کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ترکیې هېواد د ټیکا موسسې له رئیس ښاغلي فضل آکین اردوغان سره په کتنه کې د ښاري پلانونو او برنامو د پلي کولو په اړه، خبرې وکړې. په دې کتنه کې کابل ښاروال د افغانانو او ترکانو ترمنځ له اوږدمهاله دوستانه اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل: د کابل او ترکیې د ښارونو ترمنځ د نظریاتو او ښاري تجربو تبادله باید نوره هم پیاوړې شي او په علمي او تخنیکي برخو کې به دوه اړخیزو همکاریو ته پراختیا ورکړل شي. ورته مهال د تیکا موسسې رئیس د کابل ښار د لرلید په موخه، د کابل ښاروالۍ د نویو برنامو او پلانونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د ښاري نظم د ټینګښت، د ګڼه ګوڼې د کمښت، د نویو هوایي پلونو د ډیزاین او د ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي
کابل ښاروال د تيکا مؤسسې له رئیس سره ولېدل
26 قوس 1403