الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سړک جوړولو له څلورو پروژو څخه تخنیکي او فني څارنې وشوې

26 قوس 1403

13817.jpg (1820 × 1024)

د چارو د کیفیت او چټکتیا په موخه د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر  د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې له قیر چارو، له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې د سړک له قیر چارو، د کارته سه د فرعي سړکونو د جوړولو له چارو او د قمبر څلورلارې له سړک څخه څارنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې، د سړکونو قیر چارې دې د هوا حالت په کتو تنظیم شي او د سړکونو په خاورینه برخه دې د لوړ کیفیت لرونکي مواد وکارول شي. نوموړي څرګنده کړه چې، د کیفیت د تضمین په موخه د سړک مواد په لابراتوار کې ازمویل کیږي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې، د ټولګټو پروژو په چارو کې ناغیړي وکړي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه د سړک جوړونې له پروژو څخه په دوامداره توګه فني او تخینکي څارنې ترسره کوي ترڅو د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي