عزیزي
ښاریتوب له کلیوالي سیمو څخه ښاري سیمو ته د خلکو بدلون، د کلیوالي سیمو په نفوس کې کمښت او نورو هغو لارو چارو ته ویل کېږي چې ټولنې په هغه کې له دغه بدلون سره ځان برابروي. په دې بهیر کې ښارګوټي او ښارونه جوړېږي او دا چې ډېری خلک په مرکزي سیمو کې ژوند او کار پیلوي، دغه سیمې ورسره پراختیا مومي.
که څه هم کله ناکله دغه دوه مفاهیم د یو بل پر ځای کارول کېږي، خو د ښاریتوب او ښاري ودې تر منځ باید توپیر وشي.
ښاریتوب په طبقه بندي شویو ښاري سیمو کې د ټول ملي نفوس تناسب ته ویل کېږي او ښاري وده په دغو سیمو کې د مېشتو کسانو مطلق شمېر ته وايي.
داسې وړاندوېینه کېږي چې تر 2050 ز کال پورې به د مخ پر ودې هېوادونو شاوخوا 64 سلنه خلک او د پرمختللو هېوادونو شاوخوا 86 سلنه خلک ښارمېشتي شي.
دغه شمېره تر 2050 ز کال پورې له کابو 3 میلیارده ښار مېشتو سره مساوي ده چې، ډېری برخه به یې په افریقا او آسیا کې وي.
د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې وړاندوینه کړې چې، د نړۍ د نږدې ټول نفوس وده به له 2017 ز کال څخه تر 2030 ز کال پورې په راتلونکو لسو کلونو کې د ښارونو پر بنسټ نږدې 1،1 میلیارده نوي ښارمېشتي وي. ښاریتوب یوازې یوه معاصره کلیمه نه ده، بلکې په نړیواله کچه د انسان د ټولنیزو رېښو چټک او تاریخي بدلون دی، چې له امله یې کلیوالي کلتور پر ښاري کلتور بدلېږي. د مېشتېدو په ډولونو کې لومړنی ستر بدلون زرګونه کاله مخکې په کلیو کې د هغو ښکاریانو راټولېدل ؤ، چې د ښکار له لارې یې د ژوند اړتیاوې پوره کولې.
کلیوالي کلتور د ګډې شجرې، صمیمي اړیکو او ټولینز چلند پر بنسټ مشخص کیږي، په داسې حال کې چې ښاري کلتور د لرې شجرې، نا اشنا اړیکو او رقابتي چلند له مخې مشخص کیږي.
داسې وړاندوینه کېږي چې، د خلکو دغه بې ساری خوځښت به په څو راتلونکو لسیزو کې دوام ولري او لا به چټک شي، ښارونه به دومره وده وکړي چې یوه پېړۍ مخکې یې هېڅ فکر نه کېده.
که څه هم په ښاریتوب او ښاري ژوند ته په مخه کولو سره ژوند مثبت بدلون مومي، خو ورسره جوخت په ښاري ژوند کې یو شمېر ستونزې هم را ولاړېږي.
ښکاره ده چې په کلیوالي سیمو او ژوند کې اصول، قوانین او مقررات دومره په پام کې نه نیول کیږي څومره چې، په ښاري ژوند کې په پام کې نیول کیږي، له همدې امله کله چې، له کلیو او لیرې پرتو سیمو څخه خلک ښار ته مخه کوي تر ډېره وخته په ښارونو کې بې نظمي رامنځته کیږي او کېدای شي تر کلونو تېرېدو وروسته دا خلک ښاري ژوند وپېژني او له اصولو یې ځان خبر کړي.
په ټولنیز او ښاري ژوند کې یو شمېر اصول شته چې، پر بنسټ یې موږ کولای شو سوکاله او هوسا ژوند تجربه کړو، دا اصول او نېکې لارښوونې تر بل هر دین او ټولنې، اسلام موږ ته په ښه توګه را پېژندلي دي او غواړو دلته تاسو ته د اسلام له نظره د ټولنیز ژوند یو لړ اصول در وپېژنو.
1- ایمان او باور
د لومړنیو مسلمانانو تر ټوله غټه تکیه د پیاوړي ایمان او باور لرل ؤ. دوی پـه الله(ج) او د هغــه پـه رسول(ص) پوره ایمان او باور درلود او پېشوا یې رسول اکرم (ص) د الله له اوامرو پرته هېڅ شي ته هم لومړیتوب نه ورکاوه، دوی د پیاوړي ایمان په وسیله د اسلام ډېوه روښانه وساتله او د جاهلیت توره بلا یې د تل لپاره له منځه یوړه.
2- زغم او صبر
د نبوي دور پیاوړې وسیله زغم او صبر ؤ.
حضرت محمد(ص) او اصحابو کرامو یې دومره تکلیفونه وزغمل چې په یادېدلو یې اندامونه رېږدي او زړونه تر پردو وزي.
دوی د الله(ج) او اسلام په خاطر هر څه وزغمل او د اسلام د عروج لپاره یې په ټولو ستونزو او تکلیفونو صبر وکړ.
همدا د پیاوړي زغم او صبر پایله وه چې په نړۍ یې لوړتیا ورکړه او تر ننه خپلو پیروانو ته د عبرت درس دی.
3- برابري
په نبوي دور کې ټول مسلمانان یو شان ؤ. تور په سپین او سپین په تور لوړتیا نه لرله،حتا پېشوا او لارښود یې هم په نورو لوړتیا او له نورو خپل خدمت نه غوښت، یو ځای یې کار ورسره کاوه، ښه او بد او هر څه یې ګډ ؤ، تر دې چې بوټي یې هم ورته راټولول؛ تر څو ټولنیز طبقات او یو پر بل ټولنیزه برتري ختمه شي.
د جاهلیت ټول ناروا دودونه ختم شول او حتا ښځو هم خپل ټولنیز موقف تر لاسه کړ، له نارینه وو سره یې اوږه په اوږه ټولې سختۍ وزغملې، یو ځای یې هجرت ورسره وکړ، اسلام یې زده کړ، غزاوې یې وکړې او د پیاوړې روحیې په لرلو یې د اسلام د پرمختګ په موخه شهادت، کونډېدل، بورېدل او بې سرپرسته کېدل ټول ومنل.
4- د خوندیتوب احساس
په نبوي ټولنه کې نه یوازې د مسلمانانو، بلکې د کفارو سر، مال، عزت، حرمت او هر څه هم خوندي ؤ او د ټولنې هر غړي په پوره ډاډ خپل ژوند کاوه، نه څوک له چانه وېرېدل او نه چا د نورو د وېرولو هڅه کوله.
5- د نورو لاسنیوی
په نبوي دور کې د یو بل لاس نیوی او خیر ښېګڼه عام ؤ، مسلمان ګاونډی لا څه کوې، چې کافر هم حق درلود، د ناروغۍ پوښتنه یې کېدله، خواړه ورلېږل کېدل، مرسته یې کېدله او حتا ملاتړ یې کاوه، د ټولو ستونزې شریکې وې، لوږه او تنده یې یوه وه او شتمني هم په خلاص لاس یو پر بل مصرفېدله.
6- ټولنیز اصول عام ؤ او پر هغو کارونو چې ټولنه پرې نېکمرغه کېدله ټنګار کېده.
په نبوي دور کې ټول هغه اصول چې ټولنه پرې نېکمرغه کېدله عام ؤ.
د بېلګې په توګه، ریښتینولي، سخاوت، مرسته کول، قرباني، وفاداري، په قول درېدل، مهرباني، زړه سوی، بښنه، تېرېدنه د نورو لاسنیوی او نور هر مؤمن د ځان لپاره اړین او خپل مسئولیت ګڼل او همدا ځانګړتیاوې وې چې یوه بې مثاله او نېکمرغه ټولنه یې رامنځته کړه.
7- ورورولي
نبوي ټولنه او دور، د ورورولۍ په ګاڼه سمبال ؤ، هر مؤمن د بل ورور ؤ، تر دې چې انصارو له مهاجرو سره خپل کور او ټوله شتمني ووېشله، د مسلمانانو تر منځ تل مینه، ورورولي او اخلاص موجود ؤ او یو بل ته یې د پیاوړي ملاتړ حیثیت درلود.
8- عدالت عام ؤ
د اسلامي ټولنې له پیل سره سم د هر مؤمن او مسلمان لپاره یو ډول اصول او قوانین وضع شول. په خاص او عام کې توپیر نه ؤ او نه څوک له دې اصولو څخه مستثنا ؤ. ظالم که هر څوک ؤ، مخنیوی یې کېدو او مظلوم به که د هرې طبقې ؤ حق یې تر لاسه کاوه، پیاوړي او کمزوري، تور اوسپین او حتا نامسلمانو هم په پوره عدالت یو له بل سره ژوند کاوه.
9- د هر چا د حقونو دفاع او ساتنه کېدله
لکه مخکې چې وویل شول، ټول مسلمانان برابر ؤ او د ټولو د حقونو ساتنه د هر چا مسئولیت ګڼل کېده. تر دې چې مسلمان د نورو له غیبت څخه هم منع کړل شوی ؤ، ځاني او مالي زیان رسول خو بېله خبره وه، مسلمانانو ته چې اسلام کوم څه ورکړي ؤ، نه چا ترې اخیستی شوای او نه یې چا مخنیوی کاوه.
10- د ټولنې هر څه ګډ ؤ
د نبوي ټولنې هر حالت شریک ؤ او هر حالت ته یو ځای درېدل. لوږې، ستړیاوې، دردونه، محرومیتونه، غم او ښادي او حتا هر حالت یې ګډ ؤ. پېشوا به یې هم خندق ایستل او عادي مسلمان به هم، عادي مسلمان او مشر به په یوه لوښي کې خوراک کاوه، د اوسېدو ځای یې یو شان ؤ او حتا په ټولنیز ژوند کې هم هېڅوک یو پر بل لوړ نه ؤ.
11- علم او پوهې تر لاسه کول
په نبوي دور کې د علم او پوهې ترلاسه کول له لومړیتوبونو څخه ؤ. نبوي جومات یوازې د لمانځه ځای نه ؤ، بلکې د یوه پوهنتون حیثیت یې درلود چې مسلمانانو پکې اسلام او اسلامي لارښوونې زده کولې.
کله چې د بدر په غزا کې بندیان ونیول شول، هغه چې لیک او لوست یې کولای شوای او د بدل پیسې ورسره نه وې، د مدینې منورې لسو ماشومانو ته د لیک او لوست د ور زده کولو په بدل کې د آزادۍ تړون ور سره وشو.
همدا اصول په نني ژوند کې هم صدق کوي او د دې اړتیا لیدل کیږي چې، موږ ټول د اسلام له مبارک دین څخه په الهام اخیستنې په ښاري ژوند کې پورته اصول په پام کې ونیسو.
کابل ښار په تېرو شاخوا درېیو کلونو کې د آبادۍ په لور تازه قدم ایښئ، دا چې له لېرې پرتو سیمو څخه دې ښار ته د هېوادوالو راتګ ډېر دی او خورا ګڼ مېشته ښار ګڼل کیږي؛ اړتیا ده چې، د ټولنیز ژوند نزاکتونه په پوره معنا پکې په پام کې ونیول شي.
که دا کار ونشي نو ښاري ژوند له ستونزو سره مخ کیږي او بیا یې چاره آسانه نه ده.
موږ او تاسو ته ښايي چې، په دې ګڼ مېشته ښار کې داسې ژوند وکړو چې، په هغه کې ټول اسلامي، اخلاقي او ټولنیز نزاکتونه په پام کې نیول شوي وي او ټول د سوکاله او هوسا ژوند شاهدان و اوسو.