الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې په ټیټ او مناسب قیمت د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه

26 قوس 1403

13821.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کابل ښار په دوه ویشت ګونو ناحیو کې په ټیټ او مناسب قیمت د ډبرو سکرو د وېش لرۍ پیل شوه. د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال وویل چې، د شمال د ډبرو سکرو شرکت د اړوند ادارو له مسئولانو سره په همغږۍ د کابل ښار ټولو ناحیو ته د ډبرو سکاره لېږدوي او ښاریان کولای شي له یادو ځایونو څخه یو ټن د ډبرو سکاره په (۶۵۰۰) افغانۍ ترلاسه کړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار څرګنده کړه چې، د کابل ښاروالۍ مسئولان له ګذر وکیلانو سره په همغږۍ د ډبرو سکرو د ویش له لړۍ څخه په منظمه توګه څارنې کوي. نوموړي زیاته کړه چې، د ډبرو سکرو له احتکار او په لوړ قیمت له پلورلو څخه د مخنیوي په برخه کې مخکنۍ کړنلاره د پلي کېدو وړ ده. د یادونې وړ ده چې، په دوه ویشت ګونو ناحیو کې ټاکل شویو ځایونو ته د ډبرو سکاره لېږدول شوي دي او د یادو ځایونو د پتې( ادرسونو) په اړه به معلومات د کابل ښاروالۍ له رسنیزو کانالونو څخه ډېر ژر خپاره شي. ښاریان کولای شي له ټاکل شویو ځایونو څخه خپل د اړتیا وړ د ډبرو سکاره په مناسب قیمت ترلاسه کړي