د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

27 قوس 1403

13826.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه چې، پکې په اړوند یو شمېر موضوعاتو بحث او خبرې وشوې. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال د ښاري ستونزو پېژندلو په برخه کې د ګذر وکیلانو رول مهم وباله او ویې ویل: د لایحې له مخې ګذر وکیلان د ښاریانو او مسئولانو ترمنځ د نښلوونکي پُل حیثیت لري او دوی باید خپل مسئولیتونه په ښه او سمه توګه ترسره کړي. همدا راز د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده وویل: د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټه هره اونۍ د سیمې د اوسېدونکو له لوري د ګذر وکیلانو په توګه ور وپېژندل شوي کسان ارزوي چې، د کمېټې په اوسنۍ ناسته کې له شپږو ناحیو څخه ور پېژندل شوي کسان و ارزول شول او د لوړو نمرو لرونکي به د کمېټې له لوري تائید او د تصویب لپاره به د کابل ښاروالۍ مقام ته ور وپېژندل شي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ مقام تر منظورۍ وروسته به د وکالت مُهر دوی ته وسپارل شي او اړوند ناحیې ته به معرفي شي. د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ د رئیس په وینا؛ د ګذر وکیلانو د ټاکلو په موخه به دا لړۍ دوام ومومي او ژمن کسان چې، د یادې دندې وړتیا ولري، د ښاري او ټولنیز وضعیت د ښه کېدو په موخه د ګذر وکیلانو په توګه وټاکل شي