د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او د لسمې ناحیې د اوسېدونکو په ګډون د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې بند لښتي او بېلابېلې سیمې له کثافاتو پاکې شوي او راټول شوي کثافات له ښاره د باندې ولېږدول شول. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ښار پاکي او صفايي د ټولو ملي او دیني دنده ده او د سیمې له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه چې، د خپلو ملکیتونو مخې ته د سیمو پاک ساتلو ته پام وکړي. ورته مهال د لسمې ناحیې ګذر وکیلانو، ځوانانو او د تنظیفي شرکتونو استازو له کابل ښاروالۍ سره د ښار د پاکۍ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل: د ښار پاکول یوازې د نارنجي اغوستونکو دنده ده بلکې د ښار د پاکۍ په برخه کې موږ ټول مسئول یو او په قوي روحیې سره به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوو
د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو