محمد اسماعیل شاهین
اسلام د الهي او آسماني دین ترڅنګ یوه ټولنیزه او اخلاقي تګلاره ده، چې د فرد او ټولنې ترمنځ اړیکې تنظیموي.
د اسلام دین د ټولنیزو اړیکو د جوړښت لپاره ځانګړي اصول وړاندې کوي چې د انسانانو ترمنځ د عـدل، انصـاف، همکارۍ، او همغږۍ فضا رامنځته کوي. د اسلام په اصولو کې د فرد او ټولنې، د کورنۍ او ټولنیزو اړيکو ترمنځ توازن ته ځانګړی ارزښت ورکړی دی، چې د هغه اصولو په نظر کې نیولو سره ټولنه د یووالي، ترقي، وروګلوۍ او کامیابۍ تر منزله رسوي.
د اسلام مبارک دین د ټولنې ټولو اعضاوو ته سوکالي، رفاه، او پرمختګ لپاره د مختلفو اصولو په اړه لارښوونې کړي دي.
د اسـلام مبارک دیـن د ټولنیز جوړښت یوه مهمه ځانګړتیا د عدل او انصاف لپاره ټینګار دی، چې په دې اړه د ټولنې د هر قشر لپاره ځانګړی اصول لري، د هغه په رعایت کولو سره خپل منځي اختلافات، بغض او حسد له منځه ځي.
د فرد او ټولنې تر منځ اړیکې:
اسلام مبارک دین د فرد او ټولنې تر منځ اړیکې په خورا اهمیت سره تنظیموي. اسلام مبارک دین نه یوازې د فردي حقونو ساتنه کوي، بلکه د ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ لپـاره د فـرد مسـؤلیتونه هـم مشخصوي.
قرآن کریم د فرد او ټولنې تر منځ د اړیکو لپاره یو لړ اصول وړاندې کوي چې د عدل، انصاف، همکارۍ او همدردۍ پر بنسټ جوړ شوي دي.قران کریم د انصاف او عدالت پر اصولو ټینګار کوي، چې دا د فرد او ټولنی تر منځ اړیکه تنظیموي، او الله تعالی د قرانکریم په النحل سورت 90 ایت کې فرمایلي دي.
ژباړه: بېشكه الله(ج) د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركشۍ نه منع كوي، هغه تاسو ته وعظ كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ.
په بل ځای کې الله تعالی د همکاری او مدد په اړه مسلمانانو ته هدایت کوي او د سورت المائده په دویم ایت شریف کې یې فرمایلي دي.
ژباړه: او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مدد كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مدد مه كوئ او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى.
الله تعالی د سورت البقره په 83 ایت کې د خلکو سره نیک چلند په اړه فرمایلي دي
ژباړه: او خلکو ته (داسي) ښې خبري کوئ(چي غلظت او تندوالی پکښي نه وي او ستاسي او هغو تر منځ الفت راولي او درڅخه متنفر يې نه کړي).
پورتنیو قرآني لارښوونو ته په کتنې مسلمانانو ته یو لړ مسئولیتونه راجع کېږي چې په لاندې ډول دي:
1: د ټولنیز عدل او انصاف تامینول
2: د همکارۍ او یووالي پیاوړتیا
3: د غریبو، یتیمانو او بې وزلو ملاتړ
4: د ټولنیز فساد او شر مخنیوي هڅه
5: د ښو اخلاقو او د نیک چلند ترویج
6: د ټولنې د پوهې پراختیا.