الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د کابل سیند د پاسه د موټرو تګ راتګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې روانې دي

29 قوس 1403

13857.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د شپږمې ناحیې اړوند له پل سوخته څخه د پل سرخ په لوري د سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، روانې دي. دغه پل چې (۳۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، اوس مهال یې کانکریټي پلیټ جوړ شوی او ډېر ژر به نصب او وروسته به یې فرش جوړ شي. ورته مهال له پل سوخته څخه د پل سرخ په لور د (۹۱۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې ډیر ژر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پله او سړک په جوړېدو سره به د برچي عمومي سړک، د دواخانې ګولایي سړک، د کارته چهار سړک، د کوټه سنګي ( میرویس میدان) څلورلارې او ورڅېرمه نورو سړکونو کې ترافیکي بهیر د پام وړ کمښت ومومي