الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۲۱مې ناحیي په دویم ګذر کي دیوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوي

29 قوس 1403

13859.jpg (1820 × 1024)

دکابل ښاروالۍ له خوا او دملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۲۱مې ناحیي اړوند د دویم ګذر په غازي آباد سیمه کي د یوه فرعي سړک د جوړولو چاري پيل شوي. د ۲۱مې ناحیي رئیس مولوي حیات الله حیات په دي اړه وویل: دغه سړک چې، (۹۳۰) متره اوږوالي او له (۴،۵) څخه تر (۵،۲) مترو سور لري، دپلچکونو او لښتیو په ګډون به په راتلوونکو درېو میاشتو کي بشپړ شي. نوموړي زیاته کړه چي، ددې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر ښاري ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده