د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له (۳) تر کار لاندې پروژو څخه څارنه وشوه

2 جدی 1403

13869.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري یې ملتیا کوله، له قمبر څلورلارې څخه د قرغې تر څلوېښت متره سړک، له امید سبز څخه تر عرفاني او پر دوام یې د حلقوي سړک تر سیمې له سړک، او په خوشحال خان مېنه تفريحي پارک د جوړولو له چارو څارنه وکړه چې، په پایله کې یې په پروژو کې د یو شمېر سرغړونو مخنیوی وشو او قراردادي شرکتونه له سپارښتنو سره مخ شول. نوموړي ټینګار وکړ چې، د پروژو کارونه دې د ژمي لپاره د تدابیرو په نیولو سره په مخ یوړل شي او په همدې توګه د تخنیکي اسنادو له مخې دې د بنسټیزو چارو په ترسره کولو کې دې له لوړ کیفیت لرونکو موادو څخه واخیستل شي. د ښاري خدمتونو او چاپېریال مرستیال مسئولانو ته لارښوونه وکړه چې، کارېدونکي مواد دې له کارولو مخکې یوځل په لابراتوار کې و ازمویل شي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې، د سړک جوړونې په پروژو کې ناغیړي وکړي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه په بېلابېلو وختونو او پړاونو کې د سړک جوړونې له پروژو څارنې کوي څو، د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي