د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې له ګذر وکیلانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

2 جدی 1403

13871.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست له لوري د یوولسمې ناحیې له ګذر وکیلانو، مخورو او ځوانانو سره د یادې ناحیې په کچه د ښاري ستونزو د پېژندلو او حل لارو موندلو او د ګذر وکیلانو د ګمارلو او لېرې کولو د نوي لارښود د تشریح په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده د ګذر وکیلانو د ګمارلو او لېرې کولو د نوي لارښود تشریح کولو سربېره وویل : کابل ښاروالي لومړیتوبونو او د خلکو د پرځای غوښتنو پر بنسټ خپل پلانونه جوړ او پلي کوي او اړتیا ده چې، د دې لویې خدماتي ادارې د پلانونو په پلي کولو کې ټول ښاریان په ځانګړې توګه ګذر وکیلان چې، د ښاریانو استازي ګڼل کیږي پوره همکاري وکړي. ورته مهال د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي ذبیح الله نبي خیل او د یادې ناحیې ګذر وکیلانو په خپل وار د سړکونو د خاموالي، عوایدو راټولولو، د زرغونو سیمو د پراختیا، ښاري نظم او نورو برخو کې خپلې ستونزې د ولسي او ټولنیزو چارو له ریاست سره شریکې کړې ترڅو پر وخت ورته رسېدنه وشي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ مسئولانو د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې په کلکه هڅې کوي او په همدې موخه به دا مشورتي ناستي دوام ولري