د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام په منظورۍ، د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو پخوانۍ آمر انجنیر محمد داود ځواب تبدیلاً د یاد ریاست د فني مرستیال او د پلونو او سړکونو د بیارغونې پخوانۍ آمر انجنیر شریف الله قادري تبدیلاً د دې ریاست د مالي او اداري چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوي او د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د رئیس مولوي عبدالحبیب له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ور ورپېژندل شول. په هغه پېژند غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کار، ساتنې او مراقبت رئیس د چارو د سمون په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه سپارښتنې بیان کړې او وې ویل: بدلون په اداره کې د خدمتونو د ښه والي په برخه کې یو اصل دی او نوی ټاکل شوي مرستیالان، ژمن، رښتیني، مسلکي او هېواد پاله کسان دي چې، له پوره کاري تجربې څخه برخمن دي. نوموړي زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري چې، نوي ګمارل شوي مرستیالان به په پوره رښتینولۍ خپل کارونه پر مخ یوسي ترڅو د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې د ښاریانو رضایت ترلاسه شي. د یادونې وړ ده چې، ښاغلی ځواب د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي په ساختماني څانګه کې د لیسانس په کچه زده کړې لري او له ۹ کلنې کاري تجربې څخه برخمن دی او په همدې توګه ښاغلی قادري له کابل پوهنتون څخه د سیول انجنیرۍ په برخه کې د لیسانس او د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د صنعتي او مدني ساختمانونو په برخه کې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او له اته کلنې کاري تجربې څخه برخمن دی
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست لپاره نوي مرستیالان وټاکل شول
3 جدی 1403