الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

13892.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولد پنځلسمې نینو او احیې د اوسېدونکو په ګډون د یادې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یوه اندازه کثافات راټول او له ښار څخه د باندې ولېږدول شول. د پنځلسمې ناحیې رئیس  مولوي سراج الدین په دې اړه وویل: د ښار پاک ساتل د ټولو ملي او دیني دنده ده او د سیمې له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه چې، د خپلو کوڅو د پاک ساتلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له نارنجي اغوستونکو سره مرسته وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین دحشر له ګډونولو څخه د مننې ترڅنګ وویل: اړتیا ده چې، د خپلو ملکیتونو مخې ته د لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړو ترڅو د اورښت پرمهال د لښتیو بندېدو شاهدان و نه اوسو. دغه راز د لسمې ناحیې ګذر وکیلانو، ځوانانو او د تنظیفي شرکتونو استازو له کابل ښاروالۍ سره د ښار د پاکوالي په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل: د ښار پاکول یوازې د نارنجي اغوستونکو دنده ده، بلکې په دې برخه کې موږ ټول مسئول یو او په پیاوړې روحیې سره به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوو