د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې یو شمېر ور پېژندل شوي کسان و ارزول

3 جدی 1403

13894.jpg (1820 × 1024)

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ ترسره شوه. د ارزونې کمېټې په دې ناسته کې له یو شمېر ناحیو څخه څو تنه ور پېژندل شوي کسان په دقیقه توګه و ارزول شول او په پایله کې هغه کسان چې، لوړې نمرې یې اخیستنې وې د تائید وړ وګرځېدل او د تصویب په موخه د کابل ښاروالۍ مقام ته ور وپېژندل شول. د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده په دې اړه وویل: دغه کمېټه د ګذر وکیلانو په توګه د ور پېژندل شویو کسانو، د ښاري او ټولنیزو مکلفیتونو او مسئولیتونو کچه او شخصیت ارزوي او د کابل ښاروالۍ د مقام له لوري تر تائید وروسته ورته د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست له لوري مُهر سپارل کیږي او اړوند ناحیې ته د ګذر وکیل په توګه ور وپېژندل کیږي