الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

13898.jpg (1820 × 1024)

د یوولسمې ناحیې د مسئولینو او اوسېدونکو په ګډون د یادې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شوه. د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي ذبیح الله نبي خیل په دې اړه وویل: د ښاري سیمو پاک ساتلو ته پاملرنه د ټولوګډ مسئولیت دی او له ټولو ښاریانو یې غوښتنه وکړه چې، د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره د ښار د پاک ساتلو په برخه کې مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه: د یوولسمې ناحیې ګذر وکیلانو، عالمانو او د تنظیفي خدمتونو شرکتونو په ښاري او ټولنیزو برخو کې تل خپل مسئولیت ادا کړی او په راتلونکې کې هم په دې برخه کې ژمنتیا لري. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل: پاکوالی او نظافت د سوکاله او هوسا ژوند لپاره اړتیا ده او ټول باید د خپلو ملکیتونو مخې ته د لښتیو او نورو ښاري سیمو پاک ساتلو ته پام وکړو ترڅو د اورښتونو پرمهال د لښتیو د بندېدو شاهدان و نه اوسو. د حشر ګډونوالو هر یوه د کابل ښاروالۍ له پلانونو خپل ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې، په پیاوړې ملي روحیې سره به د یوولسمې ناحیې د ښاري سیمو پاک ساتلو ته پام کوي