الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر نوی رئیس وټاکل شو

4 جدی 1403

13900.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی مفتي عبدالقادر نعماني د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او نن د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو د رئیس فضل عمر اجمل له لوري د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په هغه پېژند غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو رئیس ښاریانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ پر روحیې ټینګار وکړ او ویې ویل: مفتي نعماني د لوړو زده کړو لرلو سربېره په مدیریتي برخه کې تجربه لرونکی او په کار پوه شخصت دی.  ښاغلي اجمل زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر ریاست د ښاریانو او د دې لویې خدماتي ادارې د مسئولینو ترمنځ د پله حیثیت لري او د کابل ښاروالۍ یو له مهمو ریاستونو څخه شمېرل کېږي. نوموړي د ریاست مقام نوي رئیس ته د چارو د ترسره کولو په برخه کې د بریالیتوب هیله وکړه